د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د خصوصي سکتور غړو او د ازبکستان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ سوداګریز پیوستون ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت معین، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب، د صنایعو او کانونو، کرنې او ښځو اتاقونو مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد پیژندل شویو سوداګرو او پانګوالو په حضور کې ترسره شو.

ښاغلي دوران د سوداګریز پیوستون ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي لپاره مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان او ازبکستان کې د ګډې پانګونې لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي ټولو افغان او ازبک سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د سوداګریز پیوستون کنفرانس د جوړیدو موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو یو بل پېژندل، د سوداګریزو شریکانو موندل او په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو ترسره کول ونومول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښو سوداګریزو اړیکو يې ټینګار وکړ.

په دې کنفرانس کې د دواړو لورو سوداګرو او پانګوالو په ګروپي شکل د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو او همدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.

یکشنبه، وږي ۵ مه، ۱۴۰۲