د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس جوړولو په موخه لومړنۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې د خپلو پرله پسې هلو ځلو په ترڅ کې د کابل سرینا هوټل کې د سوداګریزو پیوستون کنفرانس د جوړولو په موخه لومړنۍ ناسته وکړه چې په کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړي مرستیال ناظم خان مورادوف، د اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئيس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او افغان او ازبک پیژندل شویو سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس د جوړېدو، د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د پېژندنې او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ازبکستان سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د وضعیت د ښه کېدو اساسي شاخصونه یې تشریح کړل.

نوموړي د ازبکستان هېواد له سوداګريز پلاوي وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د سوداګريزو ويزو د ورکړې، د دغه هېواد له لارې د ټرانزيټ په بيه کې د تخفيف، د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخيز تفاهم ليک د لاسليک او يو شمېر نورو سوداګريزو مسايلو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي ناظم خال مورادوف افغانستان ته د دغه هېواد د سوداګريز پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د بهير ګړندي کول، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په ميکانيزه کیدو کې د ازبکستان همکارۍ، په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلي کول او د دواړو لورو د حکومت د لوړ پوړو غړو په ګډون د سوداګریزو اړیکو کنفرانس جوړول ونومول او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې يې د یوه ځواب ویونکي او هر اړخیز میکانیزم د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.  

ښاغلي مهمند د ازبکستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ازبکستان يې د افغانستان دوست او ورور هېواد وباله. هغه د ښو سوداګریزو اړیکو پر درلودلو او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه په استفادې ټینګار وکړ.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د سوداګرۍ او پانګونې د موخو د ترلاسه کولو لپاره د دا ډول ګډو پروګرامونو ترسره کول ګټور وبلل او د سوداګرۍ بهیر په چټکتیا، د ګډې پانګونې په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګرۍ اتاق په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مایل د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو په اړه معلومات ورکړل او د ازبکستان له سوداګریز پلاوي څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د شته فرصتونو له مخې پانګونه وکړي.

یکشنبه، وږي ۵ مه، ۱۴۰۲