د حکومت د مشرتابه وروستي فرمان په تړاو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رسنیز کنفرانس

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د حکومت د وروستي فرمان څخه د رسنیز کنفرانس په ترڅ کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د کابل سوداګرۍ اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو په کې ګډون درلود، ستاینه او هر کلی وکړ.  

ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور د غړو لپاره د لازمو اسانتیاوو او خدماتو د رامنځته کولو په موخه، د حکومت د مشرتابه د مقام له فرمان څخه مننه وکړه او دا یې په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې، پراختیا او چټکتیا په لور یو ګام وباله.

ښاغلي مهمند په تېرو دوو کلونو کې د ټولیز امنیت د تامین، د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د اداري فساد د پام وړ کمولو په برخه کې د حکومت له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او د حکومت له مشرتابه په ځانګړې توګه د مالیې له وزارت څخه یې وغوښتل چې له سوداګرو او واردونکو څخه مالیه په واحد ډول راټوله کړي. هغه د ترانزیت په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او افغانستان یې د سیمې له مهمو ترانزیتي هېوادونو څخه وباله.

ښاغلي شیرین آغا سخي د هېواد د کورني صنعت د ملاتړ په برخه کې د حکومت د رهبرۍ هڅې وستایلې او د افغانستان د خلکو او دولتي ادارو له خوا د کورنیو تولیداتو په ګټه اخیستنې باندې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي خانجان الکوزي د حکومت د رهبرۍ د وروستي فرمان د تائید په ترڅ کې د دې فرمان صادرول د هیواد د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري په برخه کې یو مهم ګام وباله او د دغه فرمان په عملي کولو یې د اړوندو ادارو له لوري ټینګار وکړ. نوموړي ترکیې ته د اتاق د مشرتابه د کاري سفر او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او وې ویل: ترکیې ته په سفر کې یې د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د ترکيې او افغانستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړېدو، په ترکیه کې میشت افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته د هڅولو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په دې کنفرانس کې: د صنعتکارانو ټولنې رئیس عبدالجبار صافي، د ټوکر اتحادیې رئیس حاجي عبیدالله او د تازه مېوو او سبزیجاتو د اتحادیې رئیس ښاغلي اخترمحمد احمدي د حکومت د رهبرۍ د وروستي فرمان په اړه خبرې وکړې او د هېواد له خصوصي سکتور څخه يې د دولت د مشرتابه د ملاتړ قدرداني وکړه.

پنجشنبه، وږي ۲مه، ۱۴۰۲