د سارک د غړو هېوادونو په مشورتي ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس ګډون

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله د سارک سازمان د غړو هېوادونو په مشورتي ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د سارک غړو هېوادونو د سترو ننګونو او حل لارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي احمدیار د سارک غړو هېوادونو ترمنځ پر شته ننګونو، سوداګرو او پانګوالو ته د سارک د غړو هېوادونو د ویزو په ورکولو کې د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي، د دغو هېوادونو ترمنځ د TIR د ترانزیت د اصولو نه مراعت، د سارک د غړو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو پر وړاندې د ترجیحي تعرفو نه تطبیق د دې سیمې یوه له مهمو ستونزو څخه وبلله او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار وکړ.

د سارک د غړو هېوادونو مشورتي غونډه هر کال د دغه سازمان د سوداګريزو ستونزو د حل په موخه جوړېږي، چې په کې د غړو هېوادونو استازي ګډون کوي او د غونډې له ګډونوالو سره خپل نظرونه شريکوي.

یکشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۴۰۲