د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د غذايي امنیت اسلامي سازمان له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د غذايي امنیت اسلامي سازمان له مسؤلینو ښاغلي ایمري یوکسیک او توفیق احمد سره لیدنه ترسره او په نږدی راتلونکي کې د غذايي امنیت اسلامي سازمان له لوري د پاکستان په فیصل آباد ښار کې د سوداګرۍ او پانګونې کنفرانس جوړیدو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ایمري یوکسیک د یاد کنفرانس په اړه د مفصلو معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د اتاق مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې، د یاد کنفرانس لا ښه جوړولو او د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون برخه کې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي اچکزي د غذايي امنیت اسلامي سازمان مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ورته کنفرانسونو جوړول په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر چټکتیا برخه کې اړین وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
سربیره پردی، نوموړي په هېواد کې د ننه د ورته کنفرانسونو په جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي هوتک د غذايي امنیت اسلامي سازمان څخه د ورته سترو کنفرانسونو جوړولو په پار مننه وکړه او د یاد کنفرانس جوړولو څرنګوالي برخه کې يې د خپلو مشخصو وړاندیزونو مطرح کولو ترڅنګ، په یاد کنفرانس کې د افغان سوداګرو او پانګوالو د ګډون برخه کې يې د اتاق د همکارۍ ژمنه وکړه.

سه شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۴۰۲