د سارک د غړو هېوادونو له رئیسانو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چین ته د خپل سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله د سارک سازمان د غړو هېوادونو له رئیسانو سره د کتنې په ترڅ کې، د سارک سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

توکل احمدیار د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سویلي اسیا هېوادونو په نښلولو کې د افغانستان د رول او جغرافیوي موقعیت په ځانګړي ډول د ټرانزیټي اهمیت په اړه خبرې وکړې او د سترو سیمه ییزو پروژو د تطبیق او د سارک سازمان د غړو هېوادونو ګډې پانګونې د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا برخه کې د اقتصادي پلوه اړین وباله.

ښاغلي احمدیار په افغانستان کې شته فرصتونه په زیربنایي پروژو کې د ګډې پانګونې لپاره مناسب وګڼل او د سارک له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې په پروژو لکه: د برېښنا تولید، د کرنې د میکانیزه کیدو، د کانونو د استخراج او نورو برخو کې پانګونه وکړي. هغه د سارک سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دغو هېوادونو سوداګرو او اتباعو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د سارک غړو هېوادونو رئیسانو د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او ګډې پانګونې په پراختیا کې د خپلو هېوادونو د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې او پر سیمه ییزو همکاریو یې ټینګار وکړ.

یکشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۴۰۲