د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د پاکستان سوداګرۍ اتاقونو فدراسیون له رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هم حضور درلود، د پاکستان د سوداګرۍ اتاقونو د فدراسیون له رئیس ښاغلي عرفان اقبال سره لیدنه ترسره او په تورخم او کراچۍ بندرونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو، د ګډې پانګونې، د پاکستان او افغانستان د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو، افغانانو ته د ویزو د ورکړې پر ستونزو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې پر وضعیت، په دغه هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په پاکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو ستونزې یې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو فدراسیون له رئیس سره شریکې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د ګډې پانګونې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د پاکستان د سوداګرۍ اتاقونو فدراسیون له رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړیکو په برخه کې شته فرصتونه په پام کې ونیسي او افغانانو ته د ویزو په صادرولو کې همکاري وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ اتاقونو فدراسیون رئیس ښاغلي عرفان اقبال د اتاق عمومي رئیس د خبرو له اورېدو وروسته، د ګډو نندارتونونو په جوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲