د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سویلي آسیا هېوادونو او چین تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضورد درلود، د چین او سویلي اسیا هېوادونو ترمنځ په تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ او د چین او سارک غړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ میکانیزم د جوړېدو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي احمدیار د داسې سترې غونډې د ترسره کېدو د قدردانۍ په ترڅ کې د دا ډول غونډو جوړول د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د سارک سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو ګام وباله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ. نوموړي په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

میرویس هوتک د سارک د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د میکانیزم رامنځته کول مهم وګڼل او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډې پانګونې او د سارک غړو هېوادونو لپاره یې د بهرنۍ پانګونې د هڅونې د لارو چارو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

پنجشبنه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲