د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د سارک، سریلانکا، بنګله دیش او نیپال اتاقونو له رئيسانو سره په چین کې لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک یې ملتیا کوله د چین او سویلي آسیا هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې، د بنګله دیش د سوداګرې او صنعت وزیر، د سارک، نیپال، او سریلانکا اتاقونو رئیسانو سره ناسته ترسره او د سویلي آسیا هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو او د یادې سیمې د فرصتونو د پیژندلو لپاره د هر اړخیز میکانیزم د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي توکل احمدیار په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د وضعیت په اړه د شته شرایطو او فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او د یادو هېوادونو د خصوصي سکتور له غړو یې وغوښتل چې خپل سوداګر او پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې شته فرصتونه په پام کې ونیسي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي احمدیار افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره یو مهم ترانزیتي هېواد وباله او په دې برخه کې یې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.

پنجشبنه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲