د افغان حکومت مشرتابه او خصوصي سکتور مشرتابه د دییک او موسیاد سوداګریزو سازمانونو سره لیدنه ترسره کړه

د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، سیدو پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، بهادر خیر خواه، داوود یوسفزي او احمد شکیب احمدیار او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو د دییک او موسیاد سوداګریزو سازمانونو له رئیسانو او د ترکيې له سترو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړې توګه د کانونو استخراج، برښنا تولید، په بنسټیز ډول د لویو لارو جوړولو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې ټولیز امنيت تامين او د اداري فساد نه شتون د بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره يو ښه فرصت وباله او د افغانستان عمومي وضعیت يې د پانګونې لپاره مناسب ګڼلو ترڅنګ، له ترکي سوداګرو وغوښتل چې د شته فرصتونو په پام کې نيولو سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مهمند ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو په لرلو سره یو له دوستو هیوادونو څخه وباله او د دییک او موسیاد د بنسټونو له خوا یې د هیواد د خصوصي سکتور د ملاتړ هرکلی وکړ.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د لویو او زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ترکي سوداګرو او پانګوالو ونډه مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې اوسنیو فرصتونو ته په پام سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په استخراج او د لویو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د دییک او موسیاد سازمانونو رئیسانو ترکیې ته د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه د سفر هرکلی وکړ او د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د خصوصي سکتور مشرتابه له ویناوو اوریدو وروسته یې د بهرنیو پانګونو جلبولو برخه کې د افغان حکومت مشرتابه او د افغانستان خصوصي سکتور د هر اړخیزو هڅو هرکلی وکړ او د دغو بنسټونو د همکارۍ ژمنه یې وکړه چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.