د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس د افغانستان لپاره د یوناما د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان لپاره د یوناما د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د دالانشاء په دفتر کې لیدنه ترسره او د مختلفو موضوعګانو لکه: د افغان ولس لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري مرستو کمښت، په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت ودې په موخه د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، د هېواد د خصوصي سکټور د غړو د شته ستونزو، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ، د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو ښه والي برخه کې يې د یوناما پر همکاریو ټینګار وکړ.  
 
آغلې دینای بوګاس د اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدمتونو د وړاندې کولو او د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د هلو ځلو قدرداني وکړه او د پورته یادو مسایلو په اړه يې د یوناما دفتر د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲