د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د سریلانکا سوداګرۍ او صنعت اتاقونو له رئيس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست میرویس هوتک یې ملتیا کوله، د سریلانکا د سوداګرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون له رئیس کرتي ګانا واردین او د یاد فدراسیون مرستیالې آغلې ډاکټر روحیتا سیلوا سره لیدنه ترسره او د آسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو او په دی برخه کې د شته ننګونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو او په دې برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د اتاق عمومي رئیس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه اود بهرنیو هیوادونو د پانګونې او سوداګرۍ له سازمانونو سره يې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي کرتي ګانا واردین په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او د اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ یې د همکارۍ د روحیې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

چهارشنبه، زمري ۲۴مه، ۱۴۰۲