د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د شته ستونزو د حل په موخه د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د عامل پلاوي مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په ګډون آنلاین ناسته ترسره کړه.

ښاغلي هوتک د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سوداګریزو چارو د ښه والي، په ټول هېواد کې د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د ولایتي اتاقونو د ستونزو په حل کې د دا ډول غونډو جوړول مهم وبلل. د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مرکزي او ولایتي اتاقونو د کارکوونکو د شپو او ورځو هلو ځلو او په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ټولو ولایتونو د غړو د ګډون په برخه کې د دوی هڅې وستایلې.
سربیره پردی، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي، ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل، د لا زیاتو غړو جذبولو، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او نورو کاري مسایلو په برخه کې د مرکزي اتاق پر هڅو ټینګار وکړ.

حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي او د مخلتفو ډیپارټمنټونو آمرینو په اړوندو څانګو کې د حقوقي ستونزو او د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دې ډول انلاین غونډو د هرکلي ترڅنګ یې د کاري چارو ښه والي په موخه يې خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړل او د ستونزو حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عامل پلاوي څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

چهارشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۴۰۲