د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ملګرو ملتونو ښځو پروګرامونو مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرامونو له مشرې آغلې لورا میسینا سپری نانس ویمانا او میرمن مهری میرزاد چې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا او اقتصادي پروګرامونو له کارپوهانو څخه دي، په خپل دفتر کې وکتل او په افغانستان کې یې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د کاري پروګرامونو او د اتاق د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او په ځانګړې توګه د ښځو د متشبثینو د ملاتړ په برخه کې د څو کلونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د ښځینه متشبثینو ګډون، د غړیتوب ترلاسه کولو او یو لړ نورو خدماتو په برخه کې ځانګړي امتیازات ورکول او یو شمیر نور مسایل یاد کړل.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې د باميانو ولايت د ښځو د توليداتو د يوه نندارتون د جوړولو اعلان وکړ او د افغانستان لپاره يې د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرام له مسوولينو وغوښتل چې د ښځو د تصديو له فعاليتونو سره ځانګړې مرسته وکړي او د سبسایډي په پام کې نيولو سره دوی سره مرسته وکړي چې د هوا له لارې خپل توليدات صادر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست د ښځو د متشبثینو د فعالیتونو د ملاتړ په موخه د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرام تر منځ د همکارۍ د یو تفاهم لیک د لاسلیک غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي پروګرامونو مسوولینو هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښځو د تشبثي فعالیتونو په ځانګړې توګه د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ښځو د پراخ ګډون په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ملاتړ څخه مننه وکړه.
دوی د اتاق له سرپرست رئیس څخه وغوښتل، چې د دواړو څانګو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليک متن ترتيب او د نهايي په موخه دوى ته واستوي.

دوشنبه، زمري ۱۶مه، ۱۴۰۲