د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هملند له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هلمند د سوداګرۍ اتاق د مدیره پلاوي له رئیس ښاغلي محمد یحی پښتون هلمندي او د دې ولایت له یو شمېر مخورو سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.

د هلمند سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندیزونه ښاغلي مهمند ته وړاندې کړل او د دوی د ستونزو په حل کې یې د مرکزي اتاق له مشرتابه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه. دوی له اتاق څخه وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د پنبې د پروسس د فابریکې په جوړولو او دغه راز د خپلو تولیداتو لپاره په بهر کې د بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي.  

ښاغلي مهمند ښاغلي هلمندي او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال د هلمند ولایت د سوداګرو د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او د سوداګرۍ د بهیر پر چټکتیا، د سوداګریزو خدمتونو او پانګونې پر معیاري کولو، هېواد څخه د باندی د سوداګریزو توکو پر صادرولو او ځینو نورو مسایلو ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند په هلمند ولایت کې د پنبې د پروسس د فابریکې د جوړېدو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر د لا ښه والي په موخه یې د هلمند د سوداګرو او پانګوالو د همغږۍ غوښتنې کولو ترڅنګ، د سوداګریزو خدماتو وړاندی کولو برخه کې يې د مرکزي اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، زمري ۱۶مه، ۱۴۰۲