د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قزاقستان د آستانه سوداګرۍ اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست په ملتیا د قزاقستان د آستانه سوداګرۍ اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د داوړو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو خونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغانستان-قزاقستان د ګډې خونې پر جوړېدو او د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پلاوي پر سفر ټینګار وکړ.

پر دې سربېره په دې ناسته کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې هم تفاهم وشو.

شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۲