د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ماليې وزارت د ګمرکونو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیوي آمر ښاغلي حسیب الله ګردیزي او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو په ملتیا، د مالیې وزارت د ګمرکونو له عمومي رئیس محترم مفتي عبدالمتین سعید سره وکتل او د پکتیا د سوداګرو د ګمرکونو پر ستونزو یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د ګمرکونو د عمومي ریاست له ښې او پرله پسې همکارۍ مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه ریاست دې د سوداګرو لپاره زیربنایي سکتورونو او اسانتیاوو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

حسیب الله ګردیزي د دغه ولایت د سوداګرو عمده ستونزې چې (د پکتیا ګمرک کې د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی، د درملو او خوراکي توکو او لابراتوار نه شتون او یو شمېر نورې ستونزې) د ګمرک له عمومي رئیس سره شریکې کړې او په دې اړه يې د مالیې وزارت د محترمو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

محترم مفتي عبدالمتین سعید د پکتیا ولایت د سوداګرو د ستونزو د اوریدو په ترڅ کې د یادو ستونزو په حل کې د ګمرکونو عمومي ریاست د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت د زیربنایي تاسیساتو د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې کړې ده چې ودانیزې چارې به يې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

پنجشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۴۰۲