د قزاقستان په آستانه ښار کې د افغانستان نندارتون د اتاق مشرتابه پلاوي په حضور کې پرانیستل شو

د افغانستان د تولیداتو نندارتون د قزاقستان په استانه ښار کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال، د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د دواړو هېوادونو سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، په افغانستان کې د کانونو او نورو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې یې د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

د قزاقستان د سوداګرۍ وزير له افغانستان سره د خپل هېواد د بشردوستانه مرستو د ژمنو او دوام د يادونې په ترڅ کې په همدې ورځ د قزاقستان د مخابراتي شرکت او افغان ټيلي کام ترمنځ د يوه هوکړه ليک د لاسليکېدو يادونه وکړه چې له مخې به يې انټرنېټ افغانستان ته په مناسب قیمت او ښه کیفیت سره پلورل کیږی.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا په ځانګړي ډول له قزاقستان څخه افغانستان ته د اوړو او غنمو د صادراتو پر دوام او د افغاني محصولاتو پر پېرلو ټینګار وکړ.

ښاغلي توکل احمدیار په افغانستان کې د کانونو، کرنې، صنعت، ساختماني، انرژۍ، مخابراتو، روغتیا او داسې نورو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو یادونه وکړه، او قزاقستان ته يې د افغانستان په وچې او تازه میوې، غالیو، درملیزو بوټو، زعفرانو، قیمتي ډبرو او لاسي صنایعو په صادرلو ټنیګار وکړ او د افغانستان پر صادراتي توکو یې د ترجیحي تعرفې غوښتنه وکړه.

ښاغلي احمدیار زیاته کړه: زه باور لرم چې که افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو ستونزې هوارې شي او د هېواد پر صادراتي توکو ترجیحي تعرفې وضع شي، د سوداګرۍ په ځانګړي ډول د افغانستان صادراتو کې به د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.

پنجشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۴۰۲