د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د قزاقستان نړیوال سوداګرۍ اتاق له رئیس سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له رئیس ښاغلي آیان یارینوف سره د کتنې په ترڅ کې په هرات ښار کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړېدو او د دواړو خونو تر منځ د ګډې همکارۍ په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې چې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم ګډون درلود، ښاغلي یارینوف د قزاقستان سوداګرۍ نړیوالې خونې فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو په ترڅ کې وویل "د قزاقستان سوداګرۍ نړیواله خونه د قزاقستان په کچه د سوداګرۍ په برخه کې ترټولو ستره اداره ده او د افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا برخه کې موږ د خپلې همکارۍ ډاډ ورکوو."
نوموړي د افغانستان په هرات ښار کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او د قزاقستان د سوداګرۍ له نړیوالې خونې سره یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي توکل احمدیار د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او تولیداتو لپاره د قزاقستان د بازار اهمیت یادونه يې وکړه او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ګډې خونې په رامنځته کولو او افغانستان ته د قزاقي پلاوي په راتګ يې ټینګار وکړ.

ښاغلي احمدیار په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړېدو هرکلی وکړ او د قزاقستان د سوداګرۍ له نړیوالې خونې سره یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۴۰۲