د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چې د قزاقستان په نړیوال نندارتون او سوداګریز پیوستون کنفرانس کې د ګډون په موخه استانه ته تللی دی، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سودګریز پیوستون کنفرانس په پرانست غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت معین، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او د دواړو هېوادونو سوداګرو ګډون درلود، برخه واخیسته.   

د سوداګریز پیوستون د کنفرانس په لومړۍ برخه کې د قزاقستان او افغانستان چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او په کانونو او نورو برخو کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز په دغه کنفرانس کې د سکتوري وزارتونو د مسوولینو له خوا په اړونده سکتور کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلوماتي پریزنټیشنونه ګډونوالو ته وړاندې شول.

د کنفرانس په دویمه برخه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو په شپاړسو سکتورونو کې ناستې ترسره شوې، چې دواړو لورو د سوداګرۍ او ګډې پانګونې پر شته فرصتونو بحث او د نظر تبادله وکړه.

چهارشنبه، زمري ۱۱مه، ۱۴۰۲