د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د میدان وردګ ولایتي اتاق له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده هم حضور درلود د میدان وردګ ولایتي اتاق له مشرتابه او د یاد ولایت له مطرح سوداګرو سره لیدنه وکړه.

د میدان وردګو ولایتي اتاق مشرتابه او سوداګرو په یاد ولایت کې د شته سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د مرکزي اتاق له مشرتابه څخه يې وغوښتل چې د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي شینوزاده د میدان وردګو ولایت د هېواد په کچه یو له کرنیزو ولایتونو څخه وباله او په یاد ولایت کې په جوړیدونکي نندارتون کې يې د سوداګرو او پانګوالو له چمتووالي خبر ورکړ.
ښاغلي شینوزاده د یاد ستر نندارتون جوړولو برخه کې د مرکزي اتاق هر اړخیزه همکاري اړینه وبلله.

ښاغلي هوتک د میدان وردګو ولایتي اتاق مشرتابه او سوداګرو ته په مرکزي اتاق کې ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دوی ستونزې واوریدې.
نوموړي د میدان وردګو ولایت سوداګرو او پانګه والو ستونزو حل او په یاد ولایت کې د نندارتون جوړیدو برخه کې د مرکزي اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، زمري ‍۱۱مه، ۱۴۰۲