د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هنګ له سوداګرو سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په حضور کې، د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ظفرالله عصمت د هنګ سوداګرو په استازولۍ د هنګ کرکیلې ستونزو او د صادراتو څرنګوالي په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل "د کرنې او مالدارۍ وزارت د یو رسمي مکتوب په ترڅ کې د هنګ سوداګرو څخه د تکتانې غوښتنه کړې ده چې دغې موضوع د هنګ سوداګرو ته ډیر شمیر ستونزې راولاړې کړي دي."
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې یاده موضوع د کرنې او مالدارۍ وزارت سره د همغږې کولو ترڅنګ، د حل مناسبه لاره چاره ورته ولټوي.

ښاغلي مهمند د هنګ سوداګرو له وینا اوریدو وروسته، د هنګ سوداګرو ته د هنګ صادراتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د رامنځته شوې ستونزې حل برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

یکشنبه، زمري ۸مه، ۱۴۰۲