د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کابل میوې مارکیټ څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسې حال کې چې د اتاق د صادراتو د پراختیا او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د کابل د تازه مېوې له مارکېټ څخه لیدنه ترسره او د میوو د اتحاديې له غړو سره يې خبرې اترې وکړې.

د ميوو د اتحاديې غړو دغه مارکېټ ته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او د خپلو سوداګرو د ستونزو او ننګونو په اړه يې معلومات ورکړل. دوی د معیاري سړو خونو نشتوالی، د کافي اوبو او برېښنا نشتوالی، لوړه مالیه، د دغه مارکېټ د پلورونکو لوړه کرایه او یو شمېر نورې ستونزې خپلې عمده ستونزې وبللې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل، چې د یادو ستونزو حل په موخه د تازه میوو سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کړي څو شته ستونزې هوارې شي.  

ښاغلي مهمند د تازه مېوو د اتحادیې د غړو د خبرو اورېدو وروسته د هغوی ستونزې تائید کړې او د ستونزو د حل په موخه يې د تازه میوو سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ د رامنځته کولو يې ډاډ ورکړ.  

د اتاق لومړي مرستیال د مېوو اتحادیې له رهبرۍ وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلې بڼه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وړاندې کړي، څو د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.  وشي. نوموړي د شته ننګونو د حل په موخه د تازه مېوې د مارکېټ له ټولو څانګو څخه د پنځو کسانو د کمېټې پر جوړېدو ټینګار وکړ.

یکشنبه، زمري ۸مه، ۱۴۰۲