د اروپايي اتحاديې شارژدافیر د امام ابوحنیفه (رح) له دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافیر آغلې رفیلا لودیس په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله، له دویم ملي او بین المللي نندارتون څخه لیدنه ترسره او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړولو مننه وکړه.

ښاغلي توکل احمدیار د اروپایی اتحادیې شارژدافیر ته د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون بیلابیلې برخې تشریح کړې او د موضوع په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او له میرمن لودیس څخه یې دغه نندارتون ته د راتګ له امله مننه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس په افغانستان کې د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي او د ګډې پانګونې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له مېرمن لودیس څخه یې وغوښتل چې د اړیکو د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د هڅونې په برخه کې همکاري وکړي.

مېرمن رفېلا لوديس په دغه نندارتون کې له بېلابېلو څانګو او سکټورونو څخه د ليدنې پر مهال له يو شمېر نندارچيانو او د بېلابېلو سکټورونو له استازو سره خبرې وکړې او دا ډول نندارتونونه يې د کورنيو توليداتو د ودې، د سوداګرۍ د ودې او د کار موندنې په برخه کې مهم وبلل.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۲