د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون پایلو خپرولو په موخه رسنیز کنفرانس جوړ شو


د امام ابوحنيفه (رح) د دویم ملي او نړيوال نندارتون د پايلو د خپرولو په موخه په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خيرالدين مايل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین اغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي، ذکریا بریال او احمد شکیب احمدیار، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د حکومت لوړ پوړي چارواکي، او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو په ګډون درلود.  

په دې کنفرانس کې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون په اړه د حکومت د ریاست الوزرا پیغام ولوستل شو، چې په کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د دغه شان ستر نندارتون د جوړولو له امله ستاینه وشوه او د هېواد د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو او د لویو ملي پروژو د تطبیق غوښتنه وشوه.

ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د یاد نندارتون د امنیت د تامین، د پاکستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان د سوداګریزو هیئتونو د ګډون، د هېواد د تکړه ښځینه متشبثینو له ګډون او د اسلامي ارزښتونو د رعایت له امله د هېواد له امنیتي ځواکونو مننه وکړه.
نوموړپ د امام ابوحنيفه (رح) د دويم ملي او نړيوال نندارتون پايلې د هېواد له کورنيو او بهرنيو رسنيو او د دغه کنفرانس له ګډونوالو سره شريکې کړې او زياته يې کړه: په دې نندارتون کې د وړو او لويو شرکتونو په څه باندې ٧٠٠ غرفو کې خپل محصولات او خدمات نندارې ته وړاندې کړل چې په اوو ورځو کې له ٣٥٠ زرو څخه زياتو کسانو ليدنه وکړه، چې د دغه نندارتون د پلور ارزښت يې له ٥٠ ميليونو افغانيو څخه زيات ارزښت لري. د شرکتونو ترمنځ د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
ښاغلي مهمند ډاډ ورکړ، چې د خصوصي سکتور غړي د هېواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري او د مالیې وزارت له لوري یې د هېواد د مالیاتو په سیستم کې د بنسټیزو بدلونونو په راوستلو ټینګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې یې د ټوکر د ستر نندارتون د جوړېدو اعلان وکړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه څخه د دومره ستر نندارتون د جوړولو او همدارنګه د کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه په ټولنه کې د پراخ انعکاس له امله مننه وکړه او د هغه نندارتون په اړه یې خبرې وکړې چې د افغان سوداګرو په ګډون په قزاقستان کې جوړیږي. نوموړي د هېواد له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د کابل ولایت محترم والي د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې یې د سترو ملي پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.

د اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون د جوړولو په برخه کې د حکومت د ملاتړ قدرداني وکړه او د دغه نندارتون جوړېدل چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د سوداګرو استازو په کې ګډون کړی و، د هېواد د خصوصي سکټور یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

خانجان الکوزي له ټولو هغو کسانو چې د دغه شان ستر نندارتون په جوړولو کې یې فعاله ونډه اخیستې، په ځانګړې توګه د اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال، د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له رئیس ښاغلي لطیفي او د اتاق له کارکوونکو مننه وکړه او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې مناسبه پالیسي جوړه کړي.

یکشنبه، زمري ۱، ۱۴۰۲