د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران جمهوریت سوداګریز پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوال نندارتون مرکز د رئیس او مرستیالانو، د اتاق نړیوالو او عامه اړیکو او اداري ډیپارټمنټونو مسؤلینو په شتون کې د ایران د نړیوالو نندارتونونو شرکت رئیس او د تهران ښاروال مرستیال ښاغلي تقدسي نژاد او د هغه ملګری ټیم چې ایرانی سوداګر او پانګوال پکې شامل وو، د نړیوال نندارتون په تالار کې د سوداګرۍ د پراختیا او د ګډو نندارتونونو د تنظیم په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي تقدسي نژاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او په افغانستان کې د ګډ او ستر نندارتون په جوړولو کې د ايراني سوداګرو او پانګوالو لېوالتيا ياده کړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د دغه نندارتون په جوړولو کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه د تولیداتو د بازارموندنې، د سوداګرۍ او د هېوادونو د اقتصاد د ودې په برخه کې د سترو نندارتونونو د جوړولو رول مهم وباله او د ایران د نړیوال نندارتون له شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ یې د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکولو ته چمتووالی وښود.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پر فعالیتونو، د امام ابوحنیفه رحمه الله (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د رخت د نړیوال نندارتون د جوړیدو په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي او غوښتنه يې وکړه چې د ایراني سوداګر او پانګوال دی پکې ګډون وکړي.  

د دې لیدنې په پای کې ښاغلي تقدسي نژاد او ورسره ملګري ټیم یې په داسې حال کې چې ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله، په د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې د هېواد د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۴۰۲