د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه په کابل کې میشت د روسيې سفارت لومړي سکرتر لیدنه وکړه

په کابل کې د روسیې سفارت لومړي سکرتر ښاغلي الکسی او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) له دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون ته ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د دغه نندارتون د بېلابېلو برخو او ګډون کوونکو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ذکریا بریالي له ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم سره وکتل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.

ښاغلي الکسی د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د ګډون کوونکو شرکتونو د محصولاتو د معرفي کولو، د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د جلبولو په برخه کې یې د دغه ډول سترو نندارتونونو جوړول مهم وبلل.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۹، ۱۴۰۲