د افغانستان لپاره د یوناما رئیسې د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د یوناما رئیسې آغلې روزا اوتنبایوو په داسی حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي او احمد شکیب احمدیار، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالحامد حمیدي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړ شوی، هرکلی وکړ.

ښاغلي توکل احمدیار د یوناما دفتر رئیسې ته د امام ابو حنیفه رحمه الله د نندارتون بېلابېلې برخې تشریح کړې او هر اړخیز معلومات یې وړاندې کړل او له مېرمن اوتنباوو څخه یې دغه نندارتون ته د راتګ له امله مننه وکړه.

ښاغلي احمدیار د افغانستان له خلکو سره د یوناما د بشري مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د هېواد له خصوصي سکتور سره د یوناما پر ملاتړ ټینګار وکړ.

مېرمن روزا اوتنباوو په دغه نندارتون کې له بېلابېلو څانګو او سکټورونو څخه د ليدنې پر مهال له يو شمېر نندارچيانو او د بېلابېلو سکټورونو له استازو سره خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو له کورنيو توليداتو څخه يې په ګټې اخيستنې ټينګار وکړ.

بنجشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۴۰۲