د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون په د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې وستایه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون په د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ستایلو په موخه د اتاق په مرکزي دفتر کې یوه ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون درلود.  
 
ښاغلي مهمند د یادو هېوادونو سوداګریزو پلاوو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په نندارتون کې د هغوی د ګډون قدرداني وکړه او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د پانګونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال ترکيه، ايران او ترکمنستان د ګډو ديني او فرهنګي ارزښتونو دوست هېوادونه ياد کړل او له هغوى يې وغوښتل چې په هېواد کې د سترو پروژو په پلي کولو او د ګډې پانګونې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د سترو پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې د ترکي شرکتونو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د ترکمنستان هېواد په ګډون اسیا ته د افغانستان له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.

خانجان الکوزي د يادو هېوادونو سوداګريز پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان له خلکو سره د ترکیې، ایران او ترکمنستان د ډیرو کلونو د دوامدارو مرستو یادونه وکړه او دغه هېوادونه یې د دوستو او وروڼو هېوادونو په توګه یاد کړل.
ښاغلي میرویس هوتک افغانستان د بې شمېره سوداګریزو فرصتونو لرونکی هېواد وباله او د امام ابو حنیفه رحمه الله په دویم نندارتون کې یې د یادو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو د ګډون قدرداني وکړه.

د ترکیې، ترکمنستان او ایران استازو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د ګډون لپاره د بلنې له امله مننه وکړه او په خپلو هېوادونو کې یې د افغاني محصولاتو د بازارموندنې ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۲