د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د امام ابوحنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د پاکستان د سوداګریز پلاوي د ګډون قدرداني وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابوحنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د پاکستان د سوداګریز پلاوي له ګډون څخه د مننې په موخه، د اتاق په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزي او د مرکزي اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د پاکستان سوداګریز پلاوي او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو هم حضور درلود.

ښاغلي توکل احمدیار د پاکستان سوداګریز پلاوي د ښه راغلاست په ترڅ کې د امام ابوحنیفه رحمه الله په نندارتون کې د هغوی د ګډون قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي او د دوه اړخیزه پانګونې د بهیر په چټکتیا یې ټینګار وکړ. هغه پاکستان د ګډو ديني او کلتوري ارزښتونو د دوست هېواد په توګه ياد کړ او له هغوى يې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د اتاق عمومي رئيس د پاکستان له سوداګرو وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د پاکستان د حکومت له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالمتین قلندري د پاکستان سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریز فرصتونه تشریح کړل او له دغو فرصتونو څخه یې په استفادې ټینګار وکړ.

ښاغلي خانجان الکوزي له پاکستاني پانګوالو وغوښتل چې د دواړو هېوادونو په لویو ښارونو کې د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې د بهیر د ګړندي کولو لپاره همکاري وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ پلاوي د امام ابوحنیفه رحمه الله په دویم نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د پاکستان د سوداګریز پلاوي له بلنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، او ژمنه يې وکړه چې د ویزو د صدور موضوع به د خپل حکومت له اړوندو ادارو سره شریکه او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

سه شنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۲