د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو لپاره ملمستیا وکړه

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو څخه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون له امله د مننې کولو په موخه، د دوشنبې په ماښام د چنګاښ په ۲۶مه، په کابل سټار هوټل کې ملمستیا جوړه کړه چې پکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي امیر خان متقي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال، د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو، او د پاکستان، ترکيې، او ترکمنستان هېوادونو سوداګریزو پلاوو پکې ګډون درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ او ګټې اخیستنې، په سوداګریزو قوانینو کې د لازمو اسانتیاوو او یو لړ نورو سوداګریزو مسایلو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلانونه تشریح کړل او له بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سوداګریزو او تولیدي سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اتاق له خوا د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د جوړېدو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ اتاق د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي له کورنيو صنعتونو ملاتړ، د هېواد د کانونو استخراج، د ترانزيټي وضعيت ښه والي او د لويو پروژو پلي کول د حکومت د اقتصادي تګلارې مهمې مسئلې وبللې او ډاډ يې ورکړ، چې په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره عمومي شرايط برابر دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د ویزې د خدمتونو د اسانتیا، د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د نړیوالې سوداګرۍ د ودې په برخه کې د دغه وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او د یادو هېوادونو له سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د سیمې د واقعیتونو په پام کې نیولو سره باید د هیواد موجوده شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
محترم خانجان الکوزي د هېواد د خصوصي سکټور د هراړخیز ملاتړ له امله د حکومت د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه او د هېواد د سترو ملي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د خصوصي سکتور د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي الکوزي د منځنۍ اسیا له هېوادونو وغوښتل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز په جوړولو سره د دغه زون په اقتصادي وده او پراختیا کې ونډه واخلي.

په دغه میلمستیا کې ښاغلي توکل احمدیار د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مرستیال او د سیمې د هېوادونو له سوداګرو پلاوي سره چې د امام ابوحنیفه (رح) په دویم نندارتون کې یې ګډون کړی وو، د جلا کتنو په ترڅ کې، د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د ګډو پانګونو او همدارنګه د سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هر اړخیر بحثونه وکړل.

سه شنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۲