د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د امام ابو حنیفه رحمه الله په نندارتون کې د افغاني تولیداتو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسې حال کې چې له ده سره د سوداګرۍ اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې هم ملتیا کوله د امام ابوحنيفه (رح) د ملي او نړيوال نندارتون له بېلا بېلو غرفو او له کورنيو او بهرنيو توليداتو څخه يې ليدنه وکړه او له يو شمېر نندارچيانو سره يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي توکل احمدیار د دغه ډول ستر نندارتون له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د ډول نندارتون جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د افغاني تولیداتو په کارولو او پېرلو سره د هېواد له تولیداتو څخه ملاتړ وکړي. په دې کتنه کې نوموړي له یو شمېر نندارچیانو او د ګډون کوونکو شرکتونو له مسوولینو سره د تولیداتو په برخه کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دوی د ستونزو په حل کې یې د سوداګرۍ اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۴۰۲