سوداګریز پیوستون کنفرانس د ډیر شمیر کورنیو او بهرنیو سوداګرو په ګډون جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون د پرانېستې تر څنګ د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د پیوستون او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په هدف کابل سرینا هوټل کې د ګڼو سوداګرو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړ کړ.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، فواد احمد دوست، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد احمد شاه حکیمي او د پاکستان، ترکیې، ایران او ترکمنستان هېوادونو مطرح سوداګرو هم حضور درلود.
 
ښاغلي توکل احمدیار په دغه کنفرانس کې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ځانګړي ډول د پاکستان، ترکیې او ترکمنستان د سوداګریزو هیئتونو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی ګډون یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د ژورې مینې او ژمنتیا نښه وبلله.
نوموړي افغانستان د بې ساري طبيعي زېرمو او ډېرو اسانتياوو، د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د لوړ ظرفيت لرونکي هېواد په توګه ياد کړ او د سوداګرۍ د چاپېريال د ښه والي او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره يې تدبيرونه نيولي دي.

ښاغلي احمدیار زیاته کړه "د سوداګریزو اړیکو دغه کنفرانس د معلوماتو د تبادلې، د سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو او ګډې پانګونې لپاره یو ښه فرصت دی. الحمدلله افغانستان اوس په سیمه کې یو له باثباته هیوادونو څخه شمیرل کیږي او له حکومت څخه یې مننه وکړه چې د فساد د له منځه وړلو، د سوداګرۍ او پانګونې د قوانینو د اسانتیا او د امنیت د تامین په برخه کې یې جدي اقدامات کړي دي."
د سوداګرۍ اتاق عمومي رئيس د دغه کنفرانس له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به د نويو سوداګريزو اړيکو د رامنځته کولو، د تجربو د لېږد او د ګډو همکاريو د زياتوالي زمينه برابره شي.

ښاغلي محمد یونس مهمند په دې کنفرانس کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او له بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ سکتور، د انرژۍ په تولید او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیت د پیاوړتیا په برخه کې پانګونه وکړي.
د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال د امام ابوحنيفه (رح) د نندارتون او د سوداګريزو اړيکو د کنفرانس په جوړولو کې د اتاق له عامل پلاوي رئيس او کارکوونکو څخه مننه وکړه.
ښاغلي مهمند له افغان سوداګرو سره د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو قدرداني وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې د سیمې د هېوادونو له سوداګریزو هیئتونو څخه د مننې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس د سوداګرو د یو بل سره د پیوست کولو په برخه کې ګټور وباله او له بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې په برخه کې له افغان سوداګرو سره په ګډه کار وکړي.

خان جان الکوزي د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغان – پاک ګډ اتاق د همکاریو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې له شته فرصتونو څخه په استفادې ټینګار وکړ.

دغه راز په دغه کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، ښار جوړونې او کور جوړونې، عامې روغتیا وزارتونو او د ملي تدارکاتو ادارې استازو د پانګونې د شته فرصتونو او ممکنو امکاناتو په اړه خپل معلوماتي او منظم پریزنټیشنونه وړاندې کړل. د کانونو په سکټور کې اسانتیاوې، د عامه او خصوصي مشارکت او همدارنګه د دې وزارتونو لخوا پلي شوي پروژې ګډونوالو ته وړاندې شوې.

یکشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۲