د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې جوړ شو

د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د ۷ ورځو لپاره د (۱۴۰۲ کال د چنګاښ له ۲۵ تر ۳۱) د لوړ پوړو دولتي چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د سیمې د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو او سوداګریزو استازو، د مختلفو اتاقونو رئیسانو او د سوداګرو، پانګوالو او د ملي او نړیوالو رسنیو په حضور کې په کابل ښار کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د حکومت سکتوري وزارتونو، د کانونو او صنعت اتاق، د ښځو اتاق، د کسبګرو اتاق او د کرنې او مالدارۍ اتاق په همکارۍ د افغانستان نړیوال نندراتونونو مرکز کې جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، فواد احمد دوست، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد احمد شاه حکیمي او د یاد اتاق مدیره پلاوي نورو غړو په حضور کې پرانیستل شو.
 
ښاغلي احمدیار د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کیدو د اهمیت په اړه د وینا په ترڅ کې وویل: د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو ملاتړ او پراختیا په موخه هر کال په لاره اچول کېږي، دا نندارتون په افغانستان کې لومړنی او ستر نندارتون دی، چې د لومړي ځل لپاره یې کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو سوداګرو او صنعتکارانو ته د ګډون او نظرونو تبادلې زمینه برابره کړې ده.
د اتاق عمومي رئیس د مناسبو خدمتونو او باکیفیته محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د خصوصي سکټور د جدي هڅو یادونه وکړه او د ده په وینا، په دې برخه کې د یوې غیر دولتي او غیر انتفاعي موسسې په توګه چې له دولت سره اوږه په اوږه کار کوي، پراخ دولتي ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه "اتاق توانېدلی چې په رامنځته شویو بحرانونو کې د حکومت او خلکو تر څنګ ودرېږي، له همدې امله حکومت باید د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره لاندې تدابیر په نظر کې ونیسي: د هېواد له سوداګریزو او اقتصادي ټولنو سره په همغږۍ د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو د امنیت د تامین په موخه د یوه خودکفا، تولیدي او صادراتي افغانستان په ځانګړې توګه د قیمتي ډبرو، تازه او وچو میوو د صادراتو په برخه کې د پالیسۍ جوړول، د هېواد زعفران، لاسي صنايع، طبي بوټي، غالۍ او نور سوداګريز توکي د سيمې او نړۍ بازارونو ته وړاندې کول؛ د ګمرکي اسنادو په پروسه کې د رياستونو د بيروکراسۍ ختمول، د سيمه ييزو معيارونو سره سم د ګمرکونو بيارغونه او جوړول، د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره د اړوندو قوانينو تعديل.

ښاغلي محمد یونس مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ټولو ګډون کوونکو سکتورونو، د پاکستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان د سوداګریزو هیئتونو او د اړوندو دولتي ادارو څخه یې د ګډون له امله مننه وکړه.
ښاغلي مهمند افغانستان په سیمه کې یو ترانزیتي هیواد وباله او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې د ټرانزیټ قانون ژر تر ژره عملي کړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
هغه له بهرنیو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال په هېواد کې دننه د پانګونې د جلب لپاره شرايط مناسب وګڼل او په ټول هېواد کې يې د امنيت د تامين، د اداري فساد د پام وړ کموالى او په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي اعلان وکړ. ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۱۸ پوړیزې پروژې د بیا پیلولو په برخه کې د دولت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دغه بنسټ سره بشپړه همکاري وکړي او د هېواد د خصوصي سکتور په مشرۍ د دغې سترې پروژې د کار د پیل اجازه ورکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه شان ستر نندارتون په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره مهم وبلل. نوموړي په هېواد کې د لويو پروژو د پيل په ځانګړي ډول د سالنګ لويې لارې د معياري بيارغونې او د کابل-کندهار د لويې لارې د اساسي بيارغونې په اړه معلومات وړاندې کړل او په اقتصادي برخه کې يې د حکومت راتلونکي پلانونه بيان کړل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د دغه ډول ستر نندارتون جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په لور یو ګام وباله او دغه نندارتون ته یې د سیمې له هېوادونو څخه د سوداګریزو پلاوو د رابللو له امله د دغه اتاق له مشرتابه مننه وکړه. هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د صنعت، سوداګرۍ او کرنې په برخو کې ګډه پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر مېرمن رفیلا لودیس د هېواد د کارموندنې او اقتصادي ودې په برخه کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د افغانستان له خصوصي سکټور سره یې د خپلو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

د کرنې وزارت سرپرست د هېواد د کرنیزو محصولاتو په معرفي کولو کې د نندارتونونو رول مهم وباله او د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی یې وکړ. نوموړي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د تازه مېوو د صادراتو او کرنيزو محصولاتو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

په دغه ستر نندارتون کې د سیمې د هېوادونو استازو لکه: د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې رئیس محترم زبیر موتي والا، د افغانستان – ترکیې د سوداګرۍ د شورا رئیس سلیمان سیلیو خبرې وکړې او د دغه شان ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی یې وکړ.

یکشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۴۰۲