د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون کاري پرمختګونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي او احمد شکیب احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي يې ملتیا کوله د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړیدو له ځای څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو د په ښه ډول ترسره کیدو په موخه يې د عامل پلاوي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي هوتک د کار د پرمختګ او د دغه نندارتون د ترسره کیدو لپاره د لازمو تیاریو په اړه د اتاق مشرتابه ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اتاق عمومي رئیس او مدیره پلاوي نورو غړو د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون په ترسره کولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارکوونکو له هڅو خوښي څرګنده کړه او د پرانیستې مراسمو او سوداګریز پیوستون د په ښه ډول جوړولو برخه کې یې مسؤلینو ته لازمې وکړې.

شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۴۰۲