د کابل – کندهار لويې لارې د ارغندي سیمې څخه تر دراني بازار پوری د بیارغونې کارونه پیل شول

د کابل – کندهار لويې لارې د ارغندي سیمې څخه تر دراني بازار پوری د بیارغونې کارونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د سیمې مخورو په ګډون پیل شول.

ښاغلي مهمند د کابل - کندهار لویې لارې په اړه چې مرکز او جنوب لویدیځ ولایتونه سره نښلوي او د هیواد له مهمو لویو لارو څخه بلل کیږي یادونه وکړه چې د دې لویې لارې اساسي رغونه به د ناروغانو، مسافرو او د کرنیزو محصولاتو لکه تازه میوو لیږد لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال څخه د دغه شان سترو پروژو د تطبیق له امله مننه وکړه او د دغه ډول پروژو په تطبیق کې یې د هېواد د خصوصي سکتور د غړو د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي په تېرو څو مياشتو کې د هېواد د صادراتو د زياتوالي اعلان وکړ او د ده په وينا "د لويو لارو د حالت په ښه والي سره به د هېواد صادرات زيات شي."

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال د دې لويې پروژې د قراردادي شرکتونو له مسوولينو وغوښتل، چې په خپل مسلک کې صداقت او امانت وساتي او د يادو لويو لارو په بيارغونه کې له يو بل سره په همغږۍ کار وکړي.

دغه پروژه به د میدان وردګو ولایت د ارغندي له سیمې څخه تر دراني بازار پورې د ۲۷ کیلومترو په واټن کې په معیاري بڼه ورغول شي.

شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۴۰۲