د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد شکیب احمدیار يې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون ساحې څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون د لا ښه جوړولو برخه کې يې د عامل پلاوي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي میرویس هوتک د نندارتون د کاري پرمختګ او د بېلابېلو برخو په اړه چې په کې ګډون کوي  هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اتاق عمومي رئیس د امام ابو حنیفه (رح) د دویم نندارتون د تر سره کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارکوونکو هڅې وستایلې او مسوولینو ته یې د دغه نندارتون د ښه جوړېدو په موخه لازمې لارښوونې هم ورکړې.

توکل احمدیار د دغه شان ستر نندارتون جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام وباله او د دغه نندارتون په ښه شان جوړیدو یې ټینګار وکړ. نوموړي د اتاق له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د نندارتون په جوړولو کې له يو بل سره همغږي او خپل فعاليتونه له مخکې له ټاکل شوي پلان سره سم ترسره کړي.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۲