د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د سالنګ لويې لارې بیا جوړونې کار پیل شو

د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي محمد عیسی ثاني، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د میدان وردګو ولایت والي ښاغلي قاري بختیار، د پروان والي ښاغلي مولوي عبدالله، د بغلان والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن، د اتاق د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل، او د ډیر شمیر سوداګرو او د سیمې مخورو په حضور کې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د سالنګ لويې لارې بیا جوړونې کار پیل شو.
 
ښاغلي عبدالغني برادر د سالنګ لويې لارې پروژه يوه له سترو پروژو څخه وبلله چې د هېواد شمالي او جنوبي ولايتونو سره نښلوي او له قراردادي شرکتونو څخه يې وغوښتل چې د کار کيفيت او سرعت ته په کتو د دغې لويې لارې اهميت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي برادر د قراردادي شرکتونو ترمنځ د لازمې همغږۍ او دوه اړخيزو همکاريو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د حکومت د هر اړخيزې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي محمد یونس مهمند د سالنګ لویې لارې د بیارغونې د پیل له امله د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وویله او دغه لویه لاره یې د هېواد تر ټولو لوی ترانزیتي سړک یاد کړ چې د هېواد سویلي او شمالي ولایتونه او همدارنګه د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه سره نښلوي. نوموړي د سترو پروژو د تطبیق په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغې سترې پروژې د تطبیق په برخه کې یې د قراردادي شرکتونو تر منځ په صداقت او همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو په اړه د بغلان ولایت د سوداګرو غوښتنه یاده کړه او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره یې په جوړېدو کې همکاري وکړي.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د سالنګ لویه لاره له اقتصادي او ټولنیز اړخه یوه له مهمو لارو څخه وبلله او د دې لویې لارې بیارغونه یې د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې ارزښتناکه وبلله. هغه له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د دې سترې پروژې د تطبیق کیفیت او سرعت ته پام وکړي.

دغه لویه پروژه ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پروان له جبل سراج څخه تر د بغلان تر دوشاخ پورې غځیږي او د "وزیرزي ګلوبل ګروپ" او "میر ودان ساختماني انجینرۍ شرکت" په نومونو د دوو لویو ساختماني شرکتونو له خوا رغول کیږي.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۲