د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د پراختیا برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست  رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل امید غفورزي او د عامه اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي جان آقا نوید هم حضور درلود، د پراختیا برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال آغلې ډینیل انډرس سره لیدنه ترسره او د اتاق فعالیتونو، د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون جوړوو، د سوداګرو ښځو ګډون او د سوداګرۍ او پراختیا برخه کې د نړیوالو ادارو رول په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون، په دی برخه کې لازم چمتووالي، ګډون کوونکو سکتورونو، سوداګرو ښځو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه مفصل معلومات وړاندی او د پراختیا برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال وغوښتل چې په یاد نندراتون کې د ګډون کولو له لارې د نندارتون ملاتړ وکړي.

آغلې انډرس د ښځو د تشبثاتو ملاتړ برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او د ښځو د کاروبار په وړاندی د شته ننګونو په اړه يې خبرې وکړې او د ښځو د تشبثاتو او کاروبار څخه د ملاتړ برخه کې يې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

آغلې انډرس د امام بوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړیدو هرکلی وکړ او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه د ښځو لاسي صنایعو پيژندګلوۍ برخه کې اړین وبلل.

سه شنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۴۰۲