د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د ترکيې سفیر له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د ترکيې سفیر له مرستیال سره لیدنه ترسره، او د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې يې د ترکي سوداګرو ګډون څرنګوالي او د ترکي سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون، ګډون کوونکو شرکتونو او کورنیو او بهرنیو ادارو په اړه د مفصلو معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د حکومت لخوا د یاد نندارتون د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.
نوموړي په یاد نندارتون کې د ترکي سوداګرو د ګډون هرکلی وکړ او د مرستیال سفیر څخه يې وغوښتل چې د افغان او ترکي سوداګرو د اړیکو غښتلتیا او په هېواد د شته پانګه ایزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې برخه کې خپله فعاله ونډه ادا کړي.

د ترکيې مرستیال سفیر د دی ستر نندارتون جوړلو په پار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي هڅې وستایلې او په یاد نندارتون کې يې د ترکي سوداګرو د پراخه ګډون ډاډ ورکړ.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲