د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون د جوړولو کمېټې سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د امام بوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د لا ښه جوړولو په هکله يې د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو ته لازمې لارښوونې وکړې.  

ښاغلي میرویس هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کیدو په اړه د ترسره شویو کارونو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او د یاد نندارتون د ترسره کیدو لپاره یې د اتاق د کارکوونکو د لازم چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په جوړیدو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارکوونکو له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او په ياد نندارتون کې يې د بهرنيو هېوادونو سياسي استازو، ملي او نړیوالو شرکتونو او د بهرنیو هېوادونو سوداګریزو آتشو ته د بلنې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲