د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د پاکستان سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د افغان – پاکستان ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د اتاق د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو، عامه اړیکو او صادراتو پراختیا ډيپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د پاکستان سوداګریزې آتشې ښاغلي کوثر علي زیدي سره لیدنه ترسره او په امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون کې يې د پاکستاني شرکتونو د ګډون او دوی ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کیدو په اړه، د کورنیو او بهرنیو ګډون کوونکو شرکتونو، همکارو بنسټونو او د دغه نندارتون د ترسره کولو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او له خپلې خوا يې د ټولو ممکنه خدماتو د وړاندی کولو ډاډ ورکړ.  

ښاغلي هوتک په دغه نندارتون کې د پاکستاني تولیدي شرکتونو د ګډون هرکلی وکړ او د اړوندو شرایطو او اسانتیاوو د ښه والي په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي کوثر علي زیدي د پاکستان د تولیدي شرکتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون ترسره کول د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره مهم وباله.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې، پاکستاني سوداګر به په دې غونډه کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو تړونونو په لاسليک کولو سره به د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲