د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره لیدنه ترسره او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو، په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو، سوداګرو ته د ویزو صدور ستونزو، ټولیز امنیت، د کوکنارو کښت نه شتون او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دغه نندارتون کې یې د بهرنیو سوداګریزو شرکتونو پر پراخ ګډون ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت رامنځته کیدل، د اداري فساد له منځه تلل او د کوکنارو کښت نه شتون د زیربنایي پروژو د تطبیق، د انرژۍ تولید او د کانونو د استخراج لپاره اړین عناصر وبلل او له ښاغلي مارکس پوتزل څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې شته فرصتونو ته د پام کولو ترڅنګ، د بنسټیزو پروژو د کار د بیا پیل او د بانکي ستونزو د له منځه وړلو لپاره د هېواد له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند له ښاغلي پوتزل څخه وغوښتل چې بهرني پانګه وال وهڅوي چې د افغانستان په زیربنایي سکتورونو کې د هېواد له خصوصي سکتور سره په همکارۍ پانګونه او تړونونه ترسره کړي.

ښاغلي مارکس پوتزل د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د فعالیتونو ستاینه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲