د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د چین هېواد د یوو ښار میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند چین ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د هېواد مطرح سوداګرو هر یو ښاغلي فیض محمد خافي، حاجي نظام، حاجي ندیم او حاجي شیرآغا يې ملتیا کوله د چین هېواد یوو ښار میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو شته ستونزو او ننګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په چين کې مېشتو افغان سوداګرو هر يو دغه هېواد ته د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د راتګ هرکلى وکړ او خپلې سوداګريزې او پانګه ایزې ستونزې يې له هغه سره شريکې کړې او له چينايي چارواکو سره يې د همغږۍ په رامنځته کولو سره د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو پرمهال له افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د چین د هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه او په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو، د امنيت د تامين، د هېواد په ګمرکونو کې د رامنځته شويو اسانتياوو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د شته آسانتیاوو په پام کې نيولو سره په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د حالت د ښه والي په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند په چين کې د مېشتو افغان سوداګرو رول د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم وباله او د دغو سوداګرو ستونزې يې له چينايي چارواکو سره شريکې کړې او د يادو شويو ستونزو د هواري او په دې برخه کې د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کېدو غوښتنه يې وکړه.
نوموړي دغه راز د هېواد له دولتي چارواکو سره د سوداګرو د ستونزو د شریکولو او د هېواد سوداګرو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د هراړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲