د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په چین کې د سویلي او سویل ختیځې آسیا سوداګرو په ۱۲مه ناسته کې ګډون وکړ

د سویلي او سویل ختیځې آسیا سوداګرو (سیچوان) ۱۲مه ناسته د چین نړیوالې سوداګرۍ پراختیا شورا لخوا د سیچوان ولایت د خلکو او د سارک سوداګرۍ او صنعت اتاق په همکارۍ د چین هېواد په سیچوان ولایت کې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال جون د میاشتې په ۲۸ مه نېټه چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې له ۷مې نېټې سره سمون لري، جوړه چې پکې د سویلي او سویل ختیځې آسیا هېوادونو دولتي او غیر دولتي استازز، د چین هېواد مطرح سوداګرو او لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.   

په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا، د سویلي او جنوب ختیځې اسیا د اړیکو د پراختیا میکانیزم د رامنځته کولو او همدارنګه د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه سیمینارونه وړاندې شول او هر اړخیز بحثونه وشول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند چې د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب یې په دې لویه غونډه کې ګډون کړی و، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه وینا وکړه او ویې ویل "په افغانستان کې د سرتاسري امنیت شتون، د اداري فساد او د کوکنارو کښت نه شتون او یو شمیر نور مسایل هغه موضوعګانې دي چې په هېواد کې يې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي."

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال افغانستان د فرصتونو هېواد وباله او په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، صنایعو، ساختماني، انرژۍ، مخابراتو او روغتیا په برخو کې یې شته فرصتونه د غونډې ګډونوالو او استازو ته تشریح کړل او د برخه اخیستونکو هیوادونو استازي يې په یادو شويو سکتورونو په ځانګړي توګه د انرژۍ تولید برخه کې پانګونې ته وهڅول.

ښاغلي مهمند د افغان حکومت پالیسي د دوستۍ او نیکمرغۍ پر محور ولاړه وګڼله، د سوداګرۍ او سیمه ییزو او غیر سیمه ییزو تعاملاتو د ملاتړ او هرکلي په ترڅ کې یې د سویل او سویل ختیځو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنيفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کېدو په اړه د تفصيلي معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د چين په ١٢ مه سوداګرۍ غونډه (سيچوان) کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې په دغه نندارتون کې چې د ٢٠۲۳ کال د جولای په ١٦مه نېټه د ۷ ورځو لپاره جوړېږي، ګډون وکړي او د سیمې هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې غښتلې کړي.

محترم محمد یونس مهمند د پورتنۍ غونډې په څنډه کې د چین د برښنا د تولید له ستر شرکت (ډونګ فانګ الیکټریک انټرنیشنل کارپوریشن) څخه لیدنه وکړه او د یاد شوي شرکت د بریښنا تولید ماشینونه او تخنیکونه او په افغانستان کې یې د نوموړو توکو نصب او ګټه اخیستنه وارزوله.
نوموړي د ياد شرکت مسوولينو ته بلنه ورکړه چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په ملي او نړيوال نندارتون کې د ګډون کولو ترڅنګ، خپل تولیدات او وړیتاوې تشریح او نندارې ته کیږي.

ښاغلي مهمند همدا راز د چین د چندوی ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره وکتل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او یادې اتاق ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. د چیندوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د دواړو خونو ترمنځ یې د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو ډاډ ورکړ.