د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اتاق عامل پلاوي کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د مرکزي اتاق له کارکوونکو سره د ناستې په ترڅ کې، د نېمکرغه لوی اختر مبارکي وویله او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د بهتر جوړولو په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.

میرویس هوتک د اتاق کارکوونکو ته د لوی اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د امام ابوحنیفه رحمه الله د دویم نندارتون د ترسره کیدو د کاري پرمختګ او راتلونکو پلانونو وړاندی او د دغه نندارتون د تنظیم برخه کې يې د اتاق مشرتابه پلاوي ته د کارکوونکو د لازم چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق ټولو کارکوونکو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ترڅ کې د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون په تنظیمولو کې د اړوندو څانګو او د اتاق د کارکوونکو د هلو ځلو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ په ترسره کولو ټینګار وکړ تر څو یاد نندراتون د امکان تر حده په ښه او په زړه پوری توګه جوړ شي.

ښاغلي خان جان الکوزي د نندارتونونو رول د هېواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وګڼل او د اتاق له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون لپاره لا زیات کار وکړي ځکه چې بې له شکه چې په هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون دی او باید هڅه وشي چې، پرته له کومې نیمګړتیا څخه په شانداره توګه ترسره شي.

له غونډې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نندارتون له ساحې څخه لیدنه وکړه او د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کولو لپاره یې د کاري پرمختګ او لازم چمتووالي څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې په ښه او شانداره توګه د یاد نندارتون د ترسره کولو لپاره يې دوی ته اړینې لارښوونې وکړې.