د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحې په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور اوچت غږ او ملاتړي په توګه تل هڅه کړی چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي په همدی موخه يې د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحې په موخه مشورتي ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د هېواد د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئيس ښاغلي بهرام او د روغتیا، ودانیو، صرافانو او د رخت اتحادیو استازو ګډون درلود.

ښاغلي کوهي د روغتیا، ودانیو، صرافانو، خوراکي توکو او رخت پلورونکو سکتورونو کې د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحه ګډون کوونکو ته په مفصل ډول تشریح کړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او پورته یادو سکتورونو وړاندیزونه يې یاد داښت کړل.

د روغتیا سکتور استازي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د ترتیب شوې طرحې هرکلي کولو ترڅنګ، متعددو روغتونونو ته د جواز صدور، د روغتیا سکتور واقعیتونو په له نظر کې پرته ملا ماتوونکو مالیاتو ټاکنه، د برښنا بل زیاتوالی، د روغتونونو جوړولو په موخه د ځمکې نه ویش، د اسیکیودا مالي سیستم سره د روغتونونو د مالي سیستم عدم وصل، په روغتونونو کې د شته درملتونونو د جواز صنفي نه شتون او یو شمیر نور مسایل يې د روغتیا سکتور له عمده ستونزو څخه یاد کړل او د اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې د مالیاتو په قانون کې بیاکتنه وکړي.

د هېواد د صرافانو اتحاديې استازي د صرافۍ معاملاتو څرنګوالي، د یاد صنف پولي دوران او د صرافۍ جواز په اړه چې په ۱۴ کټه ګوریو ویشل شوی دی مفصلو معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د صرافانو صنف لپاره يې د فیصدي پر بنسټ د مالیاتو سنجونه مشکل جوړونکې وبلله او د ۱۴ ګونه کټه ګوریو مطابق د ثابتو مالیاتو په ورکړه يې ټینګار وکړ.   

د ودانیو سکتور استازي هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د ترتیب شوې پیشنهادي طرحې هرکلی وکړ او د خپلو ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو وړاندی کولو ترڅنګ يې زیاته کړه "پخوانی دولت د ۳.۵ ملیارده افغانیو څخه ډیر د ودانیزو شرکتونو پوروړی دی ځکه چې ودانیزو شرکتونو د پخواني دولت ډیرې ودانیزې پروژې تطبیق کړي او خپلې پیسې يې لا تراوسه نه دي ترلاسه کړي چې د حکومت لخوا د یادو پیسو نه ورکړه د ودانیو سکتور د سقوط او ناکامۍ سبب ګرځیدلی ده."
نوموړي د ۴ سلنې نه ۲ سلنې ته د مالیاتو په راکمولو د ټینګار کولو ترڅنګ، د حکومت لخوا د ودانیزو شرکتونو د پیسو په ورکړې، په بانکونو کې د ودانیزو شرکتونو د شته پیسو په تاديې او په بانکونو کې د ودانیزو شرکتونو د شته پیسو څخه د دوی د مالیاتو پر اخیستنې ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د مختلفو سکتورونو استازو له ویناوو اوریدو او د مالیاتو په برخه کې يې د حکومت د مشرتابه لخوا د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ستاینه وکړه او د هېواد په آبادۍ کې يې د مالیاتو رول اړین وباله.
نوموړي د روغتیا او ودانیو سکتورونه او د صرافانو صنف د هېواد له تر ټولو مهمو سکتورونو څخه وبلل او د مالیې کچې په راټیټولو، د محصولاتو واردولو پرمهال د نغدو مالیو په ورکړه، د څیړنې پروسې په مخنیوي، د یادو سکتورونو او اړوندو حکومتي مسؤلینو څخه د ګډې کمېټې په رامنځته کولو، د اسیکیودا مالي سیستم سره د روغتونونو د سیستم په وصل، د صرافانو لخوا د ثابتې ماليې په ورکړه، په تیر کې د ودانیزو شرکتونو له لوري د تطبیق شویو پروژو د پیسو په خلاصون او یو شمیر نورور اړوندو مسایلو يې ټینګار وکړ.

ښاغلي شیرین آغا سخي د مالیاتو برخه کې د لازمو آسانتیاو رامنځته کولو بهیر په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې هڅو په اړه معلومات وړاندی او د هېواد خصوصي سکتور ودې، د عوایدو ډیروالي او د وخت له ضیاع څخه د مخنیوي برخه کې يې د واحدې ماليې ورکړه اړینه وبلله.

شنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۴۰۲