د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د سیریاګ روغنیاتو فابریکې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ترکمنستان سیریاګ روغنیاتو فابریکې له رئیس ښاغلي کاکامورات سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې يې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک ښاغلي کاکامورات ته د ښه راغلاست ویلو او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، له هغه وغوښتل چې خپله سوداګري په افغانستان کې هم پیل کړي.

ښاغلي کاکامورات د خپلې سوداګرۍ په اړه مفصل معلومات وړاندی او په نږدی راتلونکی کې يې په افغانستان کې د خپلې سوداګرۍ د پیل خبر ورکړ.
ښاغلي کاکامورات  بهرنیو سوداګرو ته د هر اړخیزو خدماتو وړاندی کولو برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونه وستایل.

پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲