د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ملګرو ملتونو سر منشي له ځانګړي استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په حضور کې د ملګرو ملتونو سر منشي له ځانګړي استازي ښاغلي فیریدن سینرلیوغلو سره لیدنه ترسره او په هېواد کې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو او یو شمیر نورو اقتصادي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اوسني وضعیت، له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د ترانزیتي شرایطو د ښه والي او د اوسني نظام له پلي کېدو وروسته د ځینو نویو فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د اداري فساد کمښت، د کوکنارو د کښت منع کول او د سرتاسري امنیت شتون يې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر د چټکتیا لپاره اړین شاخصونه وبلل.

ښاغلي مهمند د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې د افغانانو د کنګل شویو پیسو د خلاصون، د بهرنیو هېوادونو له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو او ځینو لویو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

ښاغلي خان جان الکوزي د مالیاتو په برخه کې د وروستیو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د مالیاتو د قوانینو د تعدیل او د حکومت د رهبرۍ له خوا د هېواد د سوداګرو لپاره د ملاتړ صندوق د رامنځته کېدو او د هېواد د لویې لارې د سوداګریو توکو انتقال لپاره تر ټولو خوندي لارې وبللې او همدارنګه د يادو لويو لارو د امنيت د تامين په برخه کې يې د حکومت هڅې وستايلې.

ښاغلي احمدشاه حکیمي د تېر حکومت د نیمګړو پروژو پر بیا پیل او ساختماني شرکتونو ته د پیسو پر ورکړې ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه یې وغوښتل چې د هېواد د بانکي ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

سه شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۴۰۲