د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) دویم نندارتون جوړولو په تړاو رسنیز کنفرانس جوړ کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون په ښه ډول معرفي کولو په موخه، د اتاق په مرکزي دفتر کې رسنیز کنفرانس جوړ او د یاد نندارتون د جوړولو څرنګوالي، د هېواد په اقتصادي رغښت کې د نندراتون رول، ګډون کوونکو سکتورونو او د نندارتون د مودې په اړه يې معلومات وړاندی کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د امام ابوحنیفه رحمه الله د لومړي نندارتون په اړه چې تېر کال په لاره اچول شوی وو، د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې له ټولو هغو کسانو چې د نندارتون په رسنیز پوښښ کې يې فعاله ونډه اخیستې وه، مننه وکړه.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه رحمه الله د دویم نندارتون په اړه خبرې وکړې او وې ویل "د امام ابوحنیفه رحمه الله ملي او نړیوال نندارتون به په نږدې راتلونکي کې د نورو سکتوري ادارو، اړوندو دولتي ادارو او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مشرتابه په همکارۍ د دویم ځل لپاره جوړ شي چي په یاد نندارتون کې به تر زرو زيات کورني او بهرني شرکتونو خپل توليدات نندارې ته کیږدي.

ښاغلي مهمند په هېواد کې سرتاسري امنیت شتون، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت نه شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې له یادو فرصتونو څخه په ګټې پورته کولو سره، په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي دغه نندارتون د تولیدونکي او مصرف کوونکي تر منځ د اړیکو د پل په توګه یاد کړ او د کورنیو توکو په وده او معرفي کې یې د دا ډول نندارتونونو رول مهم وباله. نوموړي د دغه نندارتون د جوړولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لازمو تیاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د دغه ډول ستر نندارتون د جوړیدو موخه د کورنیو صنایعو ملاتړ او د هیواد کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وبلله او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د کورنیو توکو د ښه معرفي کولو په لاره کې مهم ګام وباله.
ده د هېواد له ټولو خلکو وغوښتل چې له کورنيو توليداتو څخه په استفادې د هېواد له صنعت څخه ملاتړ وکړي.

دوشنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۲